د ويکيپېډيا لخوا
نيوليک[پټول] |
ژوند
د بودا ښوونې
[ښکاره کول] ګوتاما بودا |
---|
ښوونې · زوکړه · Four sights · Physical characteristics · پل نښه · Buddha statue · Iconography · فېلمونه · معجزی · Disciples · کورنۍ · Places · Gautama Buddha in world religions |
سرچينې
- ↑ بودا، ژوند او ښوونې
- ↑ L. S. Cousins (1996), "The dating of the historical Buddha: a review article", د اسیایي شاهانو ټولنې ژورنال (3)6(1): 57–63.
- ↑ Michael Carrithers, The Buddha, 1983, pages 13, 14. Found in Founders of Faith, Oxford University Press, 1986.
- ↑ Sue Hamilton, Identity and Experience. LUZAC Oriental, 1996, pages 110-111.
تړلې لیکنې
بودیزم په اړه
- Buddhism - لویدیځوالو ته لنډه سریزه
- بودیزم په اړه پوښتنې (Access to Insight)
- بودیزم په اړه د لومړنیو خلکو پوښتنې
- بودیزم په اړه - د بودا ښوونې
- ایا بودیزم منﺉ؟
- ReligionFacts.com بودیزم په اړه حقائق، مهالیز بنډارونه.
- د بودا ښوونې
د پرتلیزه ادیانو علم
رسنیزې ټولنې
- رؤى بوذية
- القناة البوذية aمصدر إخباري.
په انټرنېټ کې ټولنې
- BuddhaChat.org - جمعية تعليم البوذيين.
- تجمع دير بارك - A Buddhist Web Community (with webboards, chat and reading material) under direction of Dzongsar Khyentse Rinpoche
- DharmaWeb.org
- DMC Channel, The secrets of life REVEALED
- E-Sangha Buddhism Forum
[سمول] ټولنې
- Buddhists retreat centres UK
- Friends of the Western Buddhist Order
- Jambudvipa-Moderm Indian Buddhist Movement
- Karuna-Socially Engaged Buddhists
- Oxford Centre for Buddhist Studies
- Buddhism in London www.meditateinlondon.org.uk
- Vipassana Meditation Website Worldwide organization offering courses in Vipassana Meditation, derived from the Maha-Satipatthana Sutra.
- International Academy of Buddhism
- Hsi Lai Temple
- Kvetoslav Minarik's School of Teachings
- UrbanDharma
- Dhammakaya Foundation
- BuddhaNet
- Bhavana Society Monastery and Retreat Center
ښوونې
- Access to Insight
- Buddhism in the Theravada tradition - Scriptures and practical meditation teaching from the Tradition of the Elders.
- The Buddha And His Dhamma the Buddhist Bible by 20th century Indian Buddhist Revivalist Bodhisattva Dr. B. R. Ambedkar
- "Treasury of Truth" - illustrated Dhammapada
- Buddhist Studies WWW Virtual Library: the Internet guide.
- "Nirvana Sutra" - full text and appreciation of the Nirvana Sutra
- DharmaNet
نورې سرچینې
- Buddha Net
- Buddhist Heritage Places India
- Buddhist Search Directory The world largest Buddhist directory with full functional search and graphical thumbnail preview.
- A View on Buddhism
- International Dictionary of Buddhism (Seems to contain only romanised terms)
- Buddhism in Every Step English Booklets
- RangjungYesheWiki
- Domanassa a site about depression from the buddhist perspective
[پټول] ګوتاما بودا |
---|
ښوونې · زوکړه · Four sights · Physical characteristics · پل نښه · Buddha statue · Iconography · فېلمونه · معجزی · Disciples · کورنۍ · Places · Gautama Buddha in world religions |
د ويکيپېډيا لخوا
ویدونه چې د انګليسي ويي (Vidas) ژباړه ده، د ويد جمع ده، چې يو يې وېد راځي،
وېدونه د څلورو هندو مذهب سپېڅلي كتابونو څخه عبارت دى. دا كتابونه د هندي فلسفې كره سرچينې ګڼل كېږي.
د هندو مذهب دا كتابونه په اصل كې د هندو كولتور، ادب او دود و دوستور یو پوهنغونډ ګڼلې شو.
د ويد مانا ويد د پوهې، پوهېدلو، يادولو، سوچ كولو، غور و فكر كولو، پېژندنې او ادراك په ماناؤ دى. ويد د هغه پوهنيز ادب نوم دى، كوم چې هندوانو د زرګونو كلونو په شاوخوا كې د خپلو كولتوري، ادبي، سياسي، او ټولنيزو چارو د كړو وړو څڅه رامنځته كړي دي.
ویدونه (سانسکرېت véda वेद "پوهه") د متن هغه سترې بشپړې ټولګې دي چې په لرغوني هند کې منځته راغلې دي. [1] دا ویدونه په خپل ځان کې د هندی ادب یوه زړه او سپېڅلې طبقه جوړوي..[2]
د هندي كولتور له مخې، وېدونه د انسان جوړښت او ليكنې نه دي. بلكه دا د څښتن له لورې وحې كړاى شوي كتابونه دي، او له هغه څخه سرچينه اخلي،دا وحې د هندو مذهب په پېغمبرانو (رېشيانو) باندې رانازلې شوې دي.
د هندوانو پر وړاند دا سپېڅلي كتابونه د الهي وحى درجه لري، [3] نو لدې امله يې د سروتي śruti يا هغه څه چې اورېدل شويې وي، په نامه يادوي. ").[4][5] ويدي منترونه ددې مذهب په لمانځنو، مذهبي غونډو او داسې نورو د خوشاليو غونډو كې لوستل كېږي.
هغه مذهبي او فلسفي ډلې چې د هند په نيمه وچه كې منځته راغلي، د وېدونو په اړه، يو له بله بېل نظر لري. د هندي فلسفې ښوونځيو چا چې وېدونه د خپلو فلسفي ښوونځيو
دوه نورو هندي فلسفي ډلو بوديزم او جېنيزم وېدونه په بشپړ ډول رد كړل، او له منلو څخه يې انكار وكړ، او ځانته، ځانته لارې يې خپلېكړې. په هندي فلسفه كې دا ډلې د ويد نه منونكو ښوونځيو په نامه يادېږي. [6]
د ويکيپېډيا لخوا
هنري کوربان نامتو ختیځ پوه، فیلسفو او په ایران کې د فرانسې انسټېټیوټ رییس، او په فرانسه کې د سوربن په پوهنتو کې ښوونکې په کال ۱۹۰۳ز زېږېدلې.
ده ۱۴ کاله په فرانس کې د فلسفې په زده کړه تېر کړل، په ځانګړي توګه د هېګل په فلسفه یې ښه پېژندله، او یو له هغو خلکو څخه و، هېدګر یې ښه ژور پېژانده، او د لودیځ له فلسفي ښوونځیو سره ښه اشنایي درلوده.
هنري کوربان د لودیځ له نامتو فلیسوفانو (ادموند موسرل، ارنست کاسیرر، امیل بریه، اتېن جېلسن، لویس ماسینیون) څخه یې علمي ګټې ترلاسه کړې. ده به ځان د لویس ماسینیوس (تصوف پېژندونکي ختیځپوه)زده کوونکې ګاڼه، او هغه سره د زړه اړیکې لري. په حقیقت کې د همدې ښوونکې په وسیله له شهاب الدین سهروردي او د هغه له ښوونځي د اشراق ښوونځی سره بلد شو.
د ويکيپېډيا لخوا
د سیاستپوهنې په سیند کې د ختیځپوهنې ویي داسې راپېژندل کېږي. پر ختيځو ولسونو د لودیځی ولکی تګلاره، یا د ختیځو ولسونو په احوالو، اوضاعو، ژبو، دود و دوستور، خوی او عادت څېړنیزه مطالعې ته ختیځپوهنه وایي. ختیځپوهنه چې له آره د لودیځو ګرځندویانو (سیاحینو) لخوا د ختیځو هېوادونو له تفرېحي لیدنو کتنو څخه سرچینه اخیستې، او د وخت په تېرېدو سره د نیواکګرو او یرغلګرو هېوادونو لکه انګلستان، امریکې تزاري روس، فرانس، هالېنډ، اېټالیا، اتریش او المان د سیاسي او یرغلګریزو موخو زېږنده شوه، او د بهرینو چارو وزارتونو لخوا ورته پراختیا ورکړل شوه، چې په ختیځو ولسونو ددې هېوادونو د ولکې او یرغل یوه ښه اوزار ثابت شوې دی. د ختیځو ولسونو لپاره ختیځپوهنه هغه اصطلاح ده چې تېر تریخ پیر زاړه یادونه او سیاسي صدمه راپه زړه کوي، دا هغه ترخه یادونه دي چې د ختيځ ولس په پېژندنه کې د لودیځو هېوادو لخوا څکلي دي. ختیځپوهنه چې په عربي کې یې استشراق ګني د «اورينټلېزم» ژباړه ده چې له اروپايي ژبو پښتو ته هم رالېږدول شوې ده چې په لغوي مانا سره «د ختیځو ولسونو د علومو، ادابو، دود و دوستور څېړنه او پېژندنه» لپاره کارول شوې ده. د ختیځپوهنې د ویي برعکس، پدې مسايلو کې لا له مخکې څخه څېړنې پیل شوې وی، د مثال په توګه موږ د «مقدسي» په نامه عالم د «احسن التقاسیم فی معرفة الاقانیم» ته اشاره وکړو، چې نږدې زر (۱۰۰۰) کاله مخکې د ختیځپوهنې په اړه لیکل شوې دی. پدې توګه د بل نامالومه لیکوال کتاب «حدود العالم من المشرق الي المغرب» یادولای شو چې د لویدیځو ولسونو لکه روس او بلغاریا په مسايلو ته ځانګړی شوې دی. که چېرې ختیځپوهنه په هماغه مانا چې «د ختیځو ولسونو په احوالو، اوضاعو، ژبو، دود و دوستور، خوی او عادت څېړنیزه مطالعه» وکاروو، نو کولای شو چې ددې پوهې لپاره یو اوږد شالید ومنو. لکه د ختیځ په اړه د ارستو تعبیرونه، د هخامنشي پیر پورې اړوند د اریانا په اړه د هېروډټس لیکنې او یا د پولېپ څېړنې چې د اشکانیانو په پیر کې یې د ختیځ او لودیځ سیاست څېړلو، هم یو ډول ختیځپوهنه وشمېرو. څه دا چې دې کار همداسې دوام وکړ او په منځنیو پېړیو او شپږمې او اوومې هجري پېړۍ کې او لدې وروسته د صلیبي جګړو په دوران کې- چې د اروپایانو د ختیځپوپېژندنې له بنسټیزه لاملونو څخه وو- یوې نوې او پراخه مرحلې ته وردننه شو. دا په هغه حال کې دي چې که چېرې ختیځپوهنه د ختیځ په اړه د لودیځوالو د یوې ځانګړې تګلارې او د کولتورونو، تمدنونو د ټولګو سرلیک څېړنې په مانا په پام کې ونیسو چې لومړی د زمکني وېش له لامله له لودیځ (د هغې د اروپايیوالي په مانا) سره توپیر لري، او دویم له لودیځ تمدن سره (د نظري نبسټونو له لامله) ماهوي توپیر لري، باید د څوارلسم زېږدې پېړۍ لومړیو (یانې ۱۳۱۲ز کال) ته وروګرځو. پدې کال د «د مسیحي پوهانو ټولنه» چې په وین کې جوړه شوې وه، د وپی ګیري ریمون لول دا تصمیم ونیول شو چې د پاریس، اکسفورډ، سالامانکه او داسې نورو لویو ښارونو کې د عربي، عبري او یوناني ژبو څوکیو بنسټ کېښودل شي. ریمون لول پدې ګروهه وو، چې د عربي ژبې په پوهېدنې سره به په اسانۍ سره وکړای شي چې په عربو کې لار پیدا کړي او هغوي مسیحیت ته راوبلي.(9) پدې توګه د منځنیو پېړیو په وروستیو کلونو کې د ختیځپېژندنې لپاره لومړنی منظم کوښښ پیل شو، مګر لودیځ په هغه ډول چې نن سبا دی لودیځ شوې نه و، یانې په نا اروپایي ټولنو باندې د برید او یرغل وروستي تصمیم او نظام نلرلو. مګر د پینځلسمې زېږدې پېړۍ او د نوي پیر څخه راورسته، په پرتګال او اسپانیا کې د سمندري بېړیو او لارو په جوړښت او کشف چې په ختیځ کې یې د اروپاییانو نفوذ اسانه کړ، د ختیځ په اړه څېړنه یو لازمي کار وګڼل شو او هم زمان د لویدیځ پر وړاندې د ختیځ ګونډه کېدنې، ددې پوهنې اهمیت ورځ تر ورځې زیات شو، ځکه چې اروپاییانو له اسیا او افریکا څخه د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره د هغوي پراخه مطالعې او هراړخیزه څېړنې ته اړتیا لرله. (10)
څرنګه چې له ریمون لول څخه نقل شول، د ختیځپوهنې نطفه د نن ورځې په مانا، د منځنیو پېړیو په وروستیو کې په مسیحیت په کیش (کلیسا) باندې د ایمان راوړلو لپاره د مسلمانانو بلنه مسیحیت، بند شول. ددې نطفې له انعقاد څخه وروسته (په شپاړسم زېږدې پېړۍ) کې د هغو بدلونونو له وجې چې د رنېسانس (نوي والي آند) له جوړښت څخه منځته راغلل، ختیځپېژندنه او پوهنه د منځنیو پېړیو د مذهبي تبلیغ له حالت څخه بهر شوه او سیاسي-اقتصادي شکل یې خپل کړ. لدې تاریخ څخه دوه پېړۍ وروسته، ختیځپوهنه په یو بشپړ ډول سره منځته راځي، مهمه لا دا چې د یو ګفتمان غالب په قالب کې، خپله څېره راښکاره کوي، او دوه پېړۍ وروسته د لودیځ د نویو مراحلو اوسنیو فکري غورځنګونو لکه «پوسټ موډرنېزم» او «نړیوالکېدنه» سره ختیځپوهنې یو بشپړ نوی شکل خپل کړې دی. نو پدې بنسټ کولای شو د ختیځپوهنې مطالعات په لاندینیو څلورو دورو را لنډ کړو:
دا هم وګورﺉ
ويکيپېډيا لخوا
نيوليک[پټول] |
لا زیاتو مالوماتو لپاره
External links
- Harappa
- archaeology.about.com
- Harappa geography
- HistoryWorld
- Mohenjo-daro
- Mohenjo-daro
- Civilizations in Pakistan
- Mohenjo-daro lifestyle
- The Telegraph
|
نښې: لرغونپوهان
د ويکيپېډيا لخوا
د روهتاس كلا د جهلم ولسوالۍ يوه تاريخي كلا ده، چې د دينه له ښارګوټي سوېل په اووه كيلومترۍ كې پرته ده. دا كلا د ګهان او كس سيندونو په څنګ اړخ كې جوړه شوې ده. د روهتاس د كلا ډبره د ځمكې له كچې درې فوټه پورته پرته ده. دا كلا د افغان روڼ اندي او پوه واكمن شېر شاه سوري د واكمنۍ يو اريانوونكې او نادره نمونه ده، چې د څلور سوه كلونو په تېرېدو سره، سره يې هم خپل تېر تاريخ او برم ساتلې دى. ددې كلا دروازې د دومره مودې په تېرېدو سره له ماتېدو او يو څه خراپېدو سره بيا هم تردې دمه خپل شتون ساتلې او د سلګونو سېلانيانو نومونه يې په خپل ځان رېكارډ كړې دي. كه څه هم ددې كلا د جوړوونكو نومونه پرې نشته خو د الله جل جلاله او محمد صلى الله عليه وسلم سپېڅلي نومونه پرې كيندل شوې دي. ددې كلا د اوبو ذخيرې چې په ځايي ژبه ورته باولي وايي د تعمير د فن يوه نادره نمونه ده. دلته يو تاريخي ابهام هم پيدا كېږي، چې د كلا په جوړښت كې ټول مواد له ځايي ډبرو او سېمېنټو څخه ګټه اخيستل شوې. مګر په باولۍ كې د كارول شويو پخو خښتو دا ابهام راپيدا كړې، چې د اندركوټ په باولۍ د كلا په بنسټونو جوړه شوې ده، چې لدې څخه دا په زبات رسي چې دا باولۍ د كلا له جوړښت څخه مخكې جوړې شوې وى. مګر د خښتو كارولو څخه داسې ښكاري چې باولۍ دې له كلا څخه وروسته جوړه شوې وي. په كوم ځاى چې دا كلا ودانه ده، دلته په پخوا وختو كې د منډي په نامه يوه لرغوندې ابادي وه.
د روهتاس د ويى مانا او د كلا نومول
د روهتاس كلا د افغان واكمن شېرشاه سوري لخوا د يو لښكركوټ په څېر د هند د بهار د روهتاسګړ په نقشه جوړه شوې ده. دا كلا نږدې څلور كيلومتر مربع سيمه رانيولې، چې د پښتون او هندو د ودانۍ جوړونې فن پكې په ښه ډول انځور شوې.
د روهتاس د مانا په اړه ډول، ډول نظريات دي، څوك وايي چې د هوار غريزه ډګر په مانا دى، څوك وايي چې د سپينې هګۍ په مانا دى. لكه څرنګه چې دا كلا هم د هګۍ په څېر بېضوي شكل لري، او د جوړښت څخه وروسته د سپين رنګ لرونكې وه. نو لدې وجې دا كلا له سپينې هګۍ سره تشبېه كوي. مګر دا خبره يقيني ده، چې ددې كلا نوم د هند د بهار ايالت د روهتاس ګړ د كلا په نامه اېښودل شوې. دا كلا د بهار د ايالت په دننه كې وه، او ددې كلا دننه نږدې دوه سوه تالابونه او ډنډونه ول. او څو چينې هم وې. او د مساحت له مخې دا كلا د جهلم روهتاس كلا څخه څو ځلې ستره وه.
د روهتاس كلا د نومونې كيسه داسې ده، چې كله شېر شاه سوري د هند د بهار ايالت مشهوره كلا روهتاسګړ له هري كرېشن راى څخه په ۱۵۳۹ز كال ونيوله، نو په همدې نامه يې د جهلم ولسوالۍ كې يوه كلا بنسټ ډبره كېښوده او په لنډه موده كې يې بشپړه كړه.
د بهار ايالت روهتاس كلا د هارېش چندرا (د لمر د ټبر څخه و) او ده خپل زوى په روهتاساوا په نامه ياد كړ، چې د وخت په تېرېدو سره ددې كلا نوم په روهتاس ګړ بدل شو.
د بهار ايالت د كلا په اړه (د مسلمانو شخصياتو انسايكلوپېډيا) كې داسې ليكلي:
(د سختو لوړو غرونو پر سر دا كلا پر څوارلس كوس سيمه ولاړه ده. دننه يې څومره چينې راخوټېږي، كركيله پكې كېږي، په برسات موسم كې دوه سوه تالابونه د جامونو په څېر له اوبو ډك وي، ځړوبي د جنت او فردوس په څېر ښكاري) [د مسلمانو شخصياتو نسايكلوپېډيا ۲۳ مخ] د روهتاس يوه مانا دا هم وه، چې (د رود پر غاړه ابادي). داسې روايت هم شته چې دا كلا د يوې راڼي (ورهت) په نامه نومول شوې ده. دا كلا لدې وجې هم د اهميت او ځانګړې پام وړ ده، چې دا كلا د هغه خوړ پر غاړه جوړه شوې كومه چې سكندر اعظم ترې تېر شوې و او خپلې بېړۍ يې همدلته پرېښې وى.
د جوړونې علت
شېر شاه سوري دا كلا پس له هغې جوړه كړه، كله چې يې د هند مغولي واكمن همايون ته په قنوج كې سخته ماتې وركړه. دا كلا د پاكستان په زوړ جي ټي لوى لارې په څنګ كې پرته ده. ددې كلا دا ښه والې و چې چا به هم د مركزي اسيا يا پارس له لورې په هند بريد كاوه، نو دلته به يې مخه نيول كېده. ......
موقعيت
د روهتاس كلا له جهلم څخه ۱۶ كيلو متره شمال لوديځ اړخ، او ۷ كيلو متره له دينه ښارګوټي څخه لرې پرته ده. دا كلا په يوه غريزه سيمه كې جوړه شوې، چې ددې كلا ټول منځ د غزه ډبرې پوښلې. دا كلا د سمندر له كچې څخه ۸۱۸ متره پورته پرته ده، او د ۱۲.۶۳ اېكړه ځمكه يې رانيولې ده.
د جوړښت لرليد
د روهتاس كلا د يوه لښكركوټ په څېر جوړ كړاى شوې ؤ، چې نږدې ۳۰،۰۰۰ پورې پوځيان پكې ځاي پرځاى كېدل. دا كلا له خپل سوق الجېشي موقېعيت، سترو دېوالونو، ډبرينو ورونو او درې دړې لرونكې ورونو د هغو كلابنديو په مقابل كې په ټينګه مقاومت كاوه، چې د بهرنيو ښكېلاكي ځواكونو لخوا به ددى ځاى نيول په نيت راتلل.
ددې كلا زياتره برخې د (اشلر) له ډبرو څخه چې په شاوخوا كلو كې وى، راټولې او جوړه شوې ده. او ځينې برخې يې له پخو خښتو څخه جوړه ده.
د هغه غريزه سيمې له وجې چې دا كلا پرې ودانه شوې، ددې كلا ټاكلې بڼۀ يې خرابه كړې، يانې د غرونو له لوړو ژورو څخه د كلا جوړښت هم اغيزمن شوې او د غره له تاوېدو سره كلا هم راتاوه شوې، او د هغې په اوږدېدو سره كلا هم اوږده كړاى شوې.
دا كلا شاوخوا څلور (۴) كيلو متره مربع سيمه په دربر كې نيسي. ۵۳۳ متره اوږد دېوال دا نېامي كلا له ددې كلا له نورو برخو څخه بېلوي.
ددې كلا څوكۍ په ناسم ډول بېنږدې ۶۸ برجونه لري. له درې باوليو څخه يوه يې په نظامي كلا كې ده، او پاتې نورې يې د كلا په نورو برخو كې دي.
ددې كلا يو ور (لنګر خاني ور) د نظامي كلا پر لور ورپرانيستل كېږي، ځكه چې دا ور په مستقيم ډول د جنګ ډګر ته مخامخ دى.
د کلا جوړونې ټولټال خرڅ
د روهتاس کلا جوړېدنه د شیر شاه سوري د وزیر ټوډر مېل کاتري تر نظر لاندې په ۱۵۴۱ز کال پیل شوه. د ګکړ ولس (د روهتاس اوسېدونکي) ددې لپاره د کلا په جوړونه کې له ګډون څخه سر وغړاوه او کاریګرو یې پرېکون وکړ، ځکه چې دا کلا د هغوي په زمکه جوړېده. ټودر مېل سمدلاسه شېرشاه سوري له دې ستونزې څخه خبر کړ، هغه ورته په لیک کې داسې ځواب ورکړ: زه تا د یو سوداګر سړي په توګه پېژنم، ځکه چې تا پېسې خپلې ملګرې ګرځولي. کله چې ما درته امر وکړ، چې یو کار وکړه، ته باید د بیې په جوړولو کې د پیسو پروا ونکړې. هرڅومره خرڅ چې راځي، زما دولت به یې په غاړه اخلي. ددې ځواب د ترلاسه کولو سره سم، ټوډرمېل په لومړۍ ورځ د یوې ډبرې په راوړلو یوه اشرفۍ ( د وخت پیسه) وټاکله. د وخت په تېرېدو سره دا بیه یوې پاولۍ یا بهلولي ته راوغورځېد. د ګکړو د کاربندیز له وجې د ودانۍ خرڅ دېر لوړ شو. په لاندې توګه یو څو ضد و نقیض اټکلونه شوي دی: واقعاتې جهانګیري وایی، چې ددې کلا ودانولو باندې ۳۴۲۵۰۰۰ اشرفۍ خرڅ راغلې و. دا اټکل د هغې کیندل شوې ډبرې له مخې شوې، کومه چې د شیشي ور په لګېدلې. د ګکړو د کاربندیز له وجې د ودانۍ خرڅ دېر لوړ شو. په لاندې توګه یو څو ضد و نقیض اټکلونه شوي دی: واقعاتې جهانګیري وایی، چې ددې کلا ودانولو باندې ۳۴۲۵۰۰۰ اشرفۍ خرڅ راغلې و. دا اټکل د هغې کیندل شوې ډبرې له مخې شوې، کومه چې د شیشي ور په لګېدلې. ټوله بیه ۱۶۱۰۰۰۰۰۰ یا داسې څه، چې له ۳۴۲۵۰۰۰ هندوستاني روپۍ، ۱۲۰۰۰۰ پارسي تومنو سره برابر، یا ۱۱۲۷۵۰۰۰ توریاني خانېسې. د داوودي تاریخ له مخې ددې کلا ټولټال خرڅ ۸۰۵۰۵۰۰۲ بهلولۍ شوې و.
د څوكۍ دېوال
د بهرني ديوال لوړوالې نږدې ۱۰ څخه تر ۱۸ مترو پورې دى. ددې دېوال ډبلوالې له ۱۰ څخه تر ۱۳ مترو پورې دى. دا ديوالونه ځاى پر ځاى ۲ يا ۳ تاخچه ډوله لارې لري. د موري ور ترڅنګ ددې تاخچو ډبلوالې تر ۱۳ مترو پورې رسي. دا تاخچې د پوړيو په وسله له يو بل سره نښتې دي.