د یوې لرغونې څپلۍ موندل




ارمني لرغونپوهانو ددې هېواد په سویل ختیځ کې د څرمنې یوه لرغونې څپلۍ موندلې.
دا څپلۍ د پینځه زره و پینځه سوه کلونو په اټکل سره له مصري اهرامو ۱۰۰۰ کاله  وړاندې جوړه شوې او په ښه ډول خوندي ښکاري.

څېړونکي وایی چې دا څپلۍ د غویي له څرمنې جوړه ده، او د ګنډنې بڼه یې ښایی چې په بشپړه توګه د خاوند د خپې کچه یې وي.
ددې څپلۍ نوری شننې د پلاس ون  (Plos One) کې چاپ شوی دي.
د بوټ منځنۍ برخه له وښو او بوټو ډکه ده، پدې سره لرغونپوهان د وښو په اړه باوري ندي چې ایا دا واښه یې د خپو د ګرمونې لپاره ایښي او که بوټ له بڼې بدلونې څخه وژغوري.
د څېړونکو په څېړنه کې دا خبره هم باوري نده چې ایا دا د نارینه وو بوټ وو که د ښځينه وو، مګر د بوټ له کچې داسې برېښي چې د نن ورځی له ۳۸ نمبر بوټ سره سمون خوري.
دا بوټ د  "آرنی - 1" (Areni-1) په نامه غار چې له ترکیې سره په پوله پروت غر کې دی موندل شوی.
لرغونپوهان ددې بوټ د نه خرابي لامل دا ګڼي چې ددې غار دننني شرایط داسې ول چې نه ګرم او نه هم چندانې لوند وو. یخ او وچ وو، نو ځکه دا بوټ پکې ندې خراب شوې.
بل لامل یې د پسونو او مېږو پچې دي چې ددې بوټ پر سر پرتې وی او پدې توګه یې زرګونه کلونه له بهرني زیان څخه ژغورلی دی.

ډاکټر ران بیناسی (ددې بوټ له موندونکو څخه) د کورک لېنډ پوهنتون ښوونکی وایي: "موږ په لومړیو کې دا ګومان کاوه چې دا بوټ او نور اړوند توکي به ایله بیله له ۶۰۰ تر ۷۰۰ کلونو لرغونتیا ولري، ځکه چې په ډېر ښه حالت کې ول. مګر کله چې مو د راډیو کاربني ازماېښت پایلو ته چې د برتانیا اکسفورډ او د امریکا کلیفورنیا لخوا پرې ترسره شوې، پام شو، نو بیا پوه شو چې دا بوټان له هغو څو سوه کاله لرغوني دي چې د یخبندونو پر وخت به خلکو اغوستل."
هغه توکي چې لدې غار څخه ترلاسه شوي دي، یو ډول لوښي، چې له غنمو، اوربشو، خوبانیو او نورو اړوندو ترکاریو عبارت دي.