دنپور يا او سنى جلال آباد

on Sunday, November 23, 2008

 لیکوال: پوهاند رسول باوري
دغه ځاى بيهقي دوه ځله په تاريخ مسعودي كي ياد كړى (231 او 690 مخونه، د ډاكټر غني او فياض چاپ) چي د بيهقي په ټولو خطي او څلورو چاپي نسخو كي (كلكته، اديب پشاوري، سعيد نفيسي، غني او فياض) دينور دى او دا خامخا د كاتبانو او ليكونكو تېروتنه ده، د دې ځاى يادونه هله كيږي چي د غزني سلطان مودود په 432هـ كي په مارګله كي د خپل پلار سلطان مسعود تر حبس او ګهري كي يې تر وژني وروسته، د انتقام په هوډ له غزني څخه وزي، د كابل له لاري ختيځ خوا ته روانيږي او د بيهقي په وينا په دنپور كي (چي غلط دينور ليكل شوى) د شهيد امير غچ اخلي او بېرته غزني ته ګرځي.(331)
دا چي په لاسي نسخه او د كلكتې په چاپي هغو كي دغه كلمه په "دينور" ليكل شوې، نو د ځير محقق ارواښاد اديب پشاوري پام ور واوښت او د تهرات د زاړه چاپ په لمنليك كي يې "دينور" غلط وباله او ويې وليكل:
"دينو د كرمانشاهانو په شاوخوا كي دى او له دې داستان سره تړاو نلري او فكر كيږي چي په اصل كي پنجاب ته نژدې پرشور(پېښور) دى، چي مسعود يې په شاوخوا كي وژل شوى دى." (تم كلامه).
ارواښاد سعيد نفيسي (لومړى ټوك، 398مخ) په متن كي همدا (دينور) واخيست، خو په لمنليك كي يې د ارواښاد اديب پشاوري د نظر تر راوړلو وروسته وليكل:
"دغه شرح چي د تهران چاپ خپروونكي ليكلې، دا دليل نشي كېداى چي د دې ځاى نوم دي پرشور او دينور نه وي، ځكه؛
لومړى: له دې شرحي څخه دا نه څرګنديږي چي مودود دي هم پرشور ته تللى وي او له پرشور څخه دي د محمد تر راوتو وروسته د دوى تر منځ جنګ شوى وي او دويم:
له متن څخه نه څرګگنديږي چي دا هماغه د محمد د اوسېدو ځاى دى او دا چي په ټولو نسخو كي دينور ليكل شوى، ښايي له كرمانشاهانو سره له نژدې پراته مشهور ښار پرته د غزني په شاوخوا كي د كوم بل داسي ځاى نوم وي چي كتابونو نه دى ضبط كړى." (تم كلامه).
د پورتنيو ارواښادانو د انګېرنو تر لوستو وروسته، دغه جغرافيايي ستونزه داسي حلوو:
1. لكه څنګه چي دواړو يادو شوو پوهانو ليكلي چي دينور دلته نه و او له همدې امله كوم بل نوم دى.
2. دا چي ارواښاد سعيد نفيسي ويلي، پرشور هم ناسم دى، نو اصلي نوم څه و؟
د امير مودود او آكا يې محمدمكحول تر منځ جنګ په پېښور كي نه، بلكي په ننګرهار كي چي اوس يې جلال آباد مركز دى، پېښ شوى و، منهاج سراج جوزجاني په دې اړه داسي وايي:
"څښتن تعالى مودود بريالى كړ او محمد د ننګرهار په شاوخوا كي ونيول شو."
د منهاج سراج دا څرګندونه په ښكاره د جنګ صحنه له پېښوره د خيبر درې دې غاړي (ننګرهار) ته، چي اوس هم په همدې نامه مشهور دى، راكاږي.
دوه نور روايتونه هم د منهاج سراج د دې وينا ملا تړي:
په دې معنا چي محمد بن منصور مباركشاه مشهور په فخر مدبر، د غوري مهال وروستى ليكوال او مورخ چي د (600هـ) په شاوخوا كي يې هند كي ژوند كاوه او هورې يې تر (607هـ) وروسته د سلطان التمش پر نوم خپل كتاب اداب الحرب والشجاعه وليكى، ليكلي:
"كله چي سبكتګين كابلشاه جيپال وواهه، په كندي رباط كي يې واړول دا ځاى يې كندي وباله . . . او همدلته سلطان مودود د خپل پلار سلطان مسعود قاتلان ورټل، پكي وايې ړول او فتح آباد يې ونوماوه."
د سلجوقيانو مورخ ابوالحسين علي حسيني هم عيني همدا مقصد بيانوي او ليكي چي سلطان مودود د 422هـ كال د شعبان پر درېيمه محمد او اولادونه يې ووژل او "بني سلطان مودود قريه و رباط مسماها فتح آباد ثم انتقل الى غزنآ."
دغه كندي رباط چي فخر مدبر يې د سبكتګين جوړونه بولي او فتح آباد يې هم په شاوخوا كي په ګوته كوي، تر اوسه په لغمان كي موجود دى او هم په همدې نامه د كابل او ننګرهار پر زړه لار په همدغه ولايت كي پروت دى، نو د هغه ځاى موقعيت چي د بيهقي په نسخه كي دينور ليكلى شوى، د دغو دوو سندونو له مخي ټاكلاى شو چي خامخا د همدغه كندي، فتح آباد او ننګرهار په شاوخوا كي دى او ابونصر محمد بن عبدالجبار العتبى هم پر جيپال د سبكتګين برياليتوب په همدغه لغمان كي ليكلى.
د دينور (چي غلط ليكل شوى) اصلي بڼه دنپور_دنبور(په دال او نون سره) ده، ځكه ابوريحان البيروني چي نوموړي سيمي يې ليدلي، د كابل او پرشاور تر منځ يو ځاى د دنبور په نوم په خطي نسخه كي (د دال او بې په يو ځايوالي سره) يادوي چي له پېښور څخه 15 فرسنګه(يو فرسنګ=4ميله) ليري او كابل ته 12 فرسنګه نژدې و.
په دغه شاوخوا كي له جلال آباد پرته بل كوم ځاى نشي په ګوته كېداى، چي د منهاج سراج، فخر مدبر او علي حسين له نغوتو سره سم يې فتح آباد او كندي رباط په شاوخوا كي پراته دي.
همدارنګه البيروني د طول و عرض بلدان و اقليم رابع په لومړي ټوك كي همدغه كندي رباط مشهور په اميرولنكا رباط(لغمان) او دنپور، سره پسې او متصل راوړي دي ، چي د پورتنيو مولفانو په شان د دنپور موقعيت د ننګرهار په شاوخوا كي ښيي.
يو نا آشنا ليكوال پر (372هـ) كال په حدودالعالم من المشرق الى المغرب كي هم درې ځله همدا دنپور ياد كړى چي د موقعيت په ټاكنه كي زموږ نظر تائيدوي، په دې ډول:
1. د سيندونو په بيان كي وايي:
او يو بل رود چي د لغمان او دنپور په شاوخوا كي له غره څخه سرچينه اخلي او له نينهار(ننګهار=ننګرهار) څخه تېريږي، له سهيل خوا څخه يې لغمان رود بولي.
2. د غرونو په بيان كي وايي:
يوه لړۍ غرونه له كشمير، ويهند، دنپور او لغمان څخه د پلور، سكنان او د بدخشان د وخان د جنوب پر خوا پراته دي.
3. د لغمان او ويهند ابشارونو په يادونه كي ليكي:
دنپور (دنپور چاپ شوى) يو ښار دى چي د هغه (لغمان) پر مخامخ د رود پر غاړه پروت دى او بوتونونه پكي دي.
له پورتنيو دريو واړو يادونو څخه ښكاري چي له لغمان سره تړلى د رود پر غاړه پروت دنپور همدا اوسنى جلال آباد دى.
او د دغو كرښو د ليكوال په اند د فردوسي په شاهنامه كي د دنبر پر ځاى دنور ليكل شوى ځاى هم همدا سيمه ده.
په دې تفصيل:
1. د منوچهر په پېښو كي وايي:
چنان بد كه روزي چنان كرد راى
كه دربار شاهي بجنبد ز جاى
برون رفت با ويژه ګردان خويش
كه با او يكي بود شاه راى وكيش
سوى كشور هندوان كرد راى
سوى كابل و دنبر مرغ و ماى. . .
ز زابل بكابل رسيد آن زمان
ګر از آن و خندان و دل شادمان
دلته د هندوانو د هيواد پر لور تګ، له زابل څخه كابل ته كېدل او پر دنبر تېرېدل د هماغه دنپور موقعيت زباتوي.
2. د خاقانو په داستان كي داسي وايي:
همي ګشت شنګل ميان دو صف
يكي تيغ هندي ګرفته بكف
يكي چتر هندي بسر بربپاى
بس مردم از دنبر و مرغ و ماى
3. د كيخسرو او افراسياب د لوى جنګ په يادونه كي كله چي كيخسرو د هيواد د لويانو پر مخ دربار وتاړه او پرې يې نښول، نو د ګيو پلار خپل زوى ته وويل:
ببايد شدن سوى زابلستان
سواري فرستي به كابلستان
بزابل برستم بګويي كه شاه
ز يزدان پيچيد و ګم كرد راه
دربار بر نامداران ببست
همانا كه با ديو دارد نشست
كنون هر كه او هست پاكيزه راى
ز قنوج و ز دنور و مرغ و ماى
ستاره شناسان كابلستان
همه پاكرايان زابلستان
بياريد زين در يكي انجمن
به ايران خراميد با خويشتن
تر دې وروسته ستوري پېژندونكي، پوهان او له "دنور" څخه ځيني راغلي كسان له هندي زيج سره يو ځاى د كيخسرو د خښم د لامل د څرګندولو لپاره؛ سره كښېناستل.
ستاره شناسان و كند آوران
ز هر كشوري انكه بد مهتران
ز قنوج و ز دنور و مرغ و ماى
برفتند با زيج هندي ز جاى
په همدې داستان كي كله چي د هيواد لويان د كيخسرو دربار ته د ورتلو اجازه تر لاسه كوي، نو زابلى، كابلى او رندبرى سره يو ځاى دي:
ز داننده ګان هر كه بد زابلي
ز قنوج و ز دنبر و كابلي
يكا يك بپرسيد و بگنواختشان
برسم مهي پايكه ساختشان
كه څه هم دغه داستانونه يو بشپړ تاريخي دلالت نشي كولاى، خو دومره ځني ښكاره كېداى شي چي په زړو داستاني روايتونو كي هم همدا دنبر، دنور او دنپور د كابل، زابل او هندوانو د هيواد پر لار مشهور و او د دغي سيمي د جغرافيايي موقعيت په ټاكنه مرسته كوي.
موږ وينو چي دغه نوم د همدې ښار لپاره د ظهيرالدين بابر تر مهال پوري هم د ادينه پور په بڼه پاته و، چي بابر يې پخپل پېښليك كي همدا زموږ په ننګرهار كي نوم اخلي.
د دنپور يا د بابر د وروستي ادينه پور په تحليل كي بايد وويل شي، چي ډېري زړې ريښې لري.
انګرېز پوه جنرال كننګهم په دې اړه ډېر ګټور معلومات را ټول كړي، چي لنډيز يې داسي دى:
چيني نړۍ ګرځاند(زاير) هيون تسنګ دوه ځله دغه سيمه ليدلې ده، لومړى د 630م كال د اګسټ پر 15مه ننګره هاره ته ورسېد او دوې مياشتي يې د سپېڅلو بودايي ځايونو په زيارتونو تېري كړې او دويم ځل له هند څخه د راګرځېدو پر مهال د 644م كال د جنورۍ او فرورۍ په مياشتو كي دلته و چي په چينايي يي (NA-KI-LO-HO) بولي، (اوس ننګهار=ننګرهار) او د بطليموس په جغرافيه كي نګره NAGARA و، د جولين د څېړني له مخي همدا نوم د سانګ چيني خاندان په كالنامه كي NANG-GO-LO-HO-LO راغلى دى.
په داسي حال كي چي د دې سيمي سنسكريټي نوم چي د هند د بهار د كهوسراوا د يوې كنډوالې په كتيبه كي موندل شوى، نګره هاره NAGRAHARA دى.
ددې سيمي(دنپور) پخوانى مركز بايد هماغه ځاى وي چي نن يې بګرام بولي او د جلال آباد د لوېديځ پلو په دوه ميلۍ كي پروت دى.
تر دې كلونه وړاندي پوهان لاسين Lassen د بطليموس نګره همدا اوسنى ننګرهار وټاكى، چي په يوناني (ايونيسو پولس) هم ليكل شوى دى او د كابوره او ندوس (كابل_د سند رود) تر منځ پروت و.
دا چي په سنسكريټ كي اديانه Udyana د باغ او بوستان معنا لري، نو اديانه پور بايد چي د سنت مارتن په وينا د نګره هاره پخوانى نوم و، د باغ او بڼ معنا وښندي.
جنرال كننګهم وايي:
ميسن پخپل يونليك (2، 164) كي روايت كوي چي هغه مهال (سل كاله وړاندي) د ننګرهار وګړو ويل چي پخوا د دې ځاى نوم اجنه Ajnna و او دا هماغه اديانه(د بابر ادينه پور) دى.
د بطليموس په جغرافيه كي د ذكر شوي ديامونس Diamuns نامه په دليل چي په سنسكريټ كي جمنا رود دى، اديانه په اجنه اوښتى، ځكه په پالي ژبه كي هم د هماغه اديانه سنسكريټي Ajjaan و.
له دغو تاريخي پلټنو څخه لاندي پايلي تر لاسه كوو:
1. د بيهقي د چاپي او لاسي نسخو دينور اصلاً دنپور دى.
2. د بيهقي، البيروني، حدودالعالم او ګردېزي دنپور په اوسني جلال آباد كي لغمان او فتح آباد ته نژدې د كابل سيند پر سهيلي څنډه پروت و، چي د بودايي بتخانو آثار يې په هډه كي تر لاسه شوي او د نورو ډېرو سټوپو بقاياوي يې د اوسني جلال آباد په شاوخوا كي ښكاري.
3. چينايي هيون تسنګ د لومړۍ اسلامي پېړۍ په لومړيو كي په هډه كي د بودا كوپړۍ ليدلې وه، هډه تورى په پښتو كي تر ننه د هډوكي په معنا موجود دى، نو د بودا د كوپړۍ ساتنځاى و، چي هيون تسنګ يې په تفصيل سره راوړي او اوس_اوس ځوانو افغان لرغون پېژندونكو د همدې هډې پر يوه غونډۍ د يوه لوى بودايي معبد بقاياوي، نقاشۍ، ډېري په زړه پوري او ښكلي مجسمې او ستره ودانۍ موندلي دي، چي كيندني او پلټني لا پكي رواني دي او د هيون تسنګ او حدودالعالم وينا (او بوتنونونه پكي دي) رښتيا خېژي.
4. د فردوسي دنبر_دنور هم په اغلب ګومان همدا دنپور دى.
5. د دې نوم پخوانۍ ريښه په سنسكريټ كي اديانه پور(بڼ) و، چي وروسته دنبر، دنور، دنپور، ادينه پور او اجنه شوى.
6. دنپور په تاريخي ننګرهار كي پروت دى، چي دويم نوم يې تر ننه ژوندى دى.
عبدالله احسان