ګوتاما بودا

on Thursday, June 17, 2010

د ويکيپېډيا لخوا


[پټول]
د يوې لړۍ برخه ده 

بوديزم

Dharma Wheel
د بوديزم تانبه
Outline of Buddhism
د بوديزم پېښلیک
Timeline - Buddhist councils
اهمې څېرې
ګوتاما بودا
Disciples · Later Buddhists
درما or concepts
څلور نجيب حقيقتونه
Noble Eightfold Path
د شتون درې نښې
Dependent origination
سمسارا · Nirvāṇa
Skandha · Cosmology
کارما · بیازېږون

Practices and attainment
بوداتوب · Bodhisattva
4 stages of enlightenment
Wisdom · Meditation
Smarana · Precepts · Pāramitās
Three Jewels · Monastics
Laity
هېوادونه او سيمې
ښوونځي
تریوادا · مهایانا
وجرایانا
ليکنې
Chinese canon · Pali canon
Tibetan canon
Related topics
Comparative studies
Cultural elements
Criticism


سېدارتا ګوتاما (سانسنکرېټ: सिद्धार्थ गौतम; پالي: سېداتا ګوتاما) یو روحاني روحاني ښوواند وو، ده په لرغونې هند دبودیزم بنسټ کېښود.[1] په ډېری بودایي روایتونو کې بودا د (ستر بودا) په نامه یاد شوې دی.بودا (P. sammāsambuddha, S. samyaksaṃbuddha ) of our age, د "بودا" مانا ده "ويښ کړای شوې" یا، "روښانه کړای شوې." [note 1] دده د مړینې مهال ندی مالوم، د شلمې پېړۍ لومړني تاریخپوهان دده د ژوند اټکل د c. 563 مخزېږد تر 483 مخزېږد ښایي; [2]



نيوليک

[پټول]

 ژوند

د بودا د ژوند په اړه لومړني مالومات هماغه بودايي متون دي. ددې بودایي متونو په رڼا کې، بودا او دده راهبانو هر کال څلور میاشتې سر بحث و مباحثې وکړې او دده ښوونې یې و ازمایلې. د بودا له مړینې وروسته راهبانو دده ښوونې له ځانو سره خوندي کړې. دده له مړینې لنډه موده وروسته یوه غونډه راوبلل شوه، او بله ستره غونډه بیا یوه پېړۍ وروسته سره راغونډه شوه. پدې دواړو غونډو کې راهبانو دا هڅه وکړه چې د بودا ژوند او ښوونې په سېسټماټیکه لارو چاورسره باوري کړي. دوی دا ښوونې په یو څه توپیر سره ووېشلې، مګرراهبانو څخه ګوتشمېري وټاکل شول چې د ګډو وجو توکي سره یو یو وساتي.[3] په ځینو ځایونو کې د اړینو ښوونو په صورت کې چې بودا ته به اړوندې وی، په یو لړ داستانونو او سرودونو کې ځای کړې، ترڅو له ورکېدنې او ضایع کېدنې یې مخنیوې کړې وي.[4] پدې توګه د بودیزم زیاتره لرغونی متون او د بودا ښوونې له یوې خولې بلې خولې ته د وینا او داستانونو په توګه را ولېږدېدی.

 د بودا ښوونې


د بودیزم راهبان، تبت

د بودیزم د سپېځلې صومعه لرښود، د پوټالا ماڼۍ.
د بودا د ښوونو یوه ټوټه:
له مړینې وروسته بیا په بل جسد کې را ژوندي کېږو. دا بیا ژوندي کېدنه مو څو ځله تکرارېږي، چې دې بیا ځلې ژوندي کېدو ته د شتون څرخۍ وایي. یا ژوند و مړینه وایو. شتون غم دی، زېږېدنه غم دی، زړبوډي او زړښت غم دی، ناروغي غم دی، غم او خواشیني، ماتم او ناهیلتیا غم دی، له هغه څه سره تړاو چې زړه مو نه غواړي، غم دی. لرېتوب له هغه څه چې زړه مو غواړي، غم دی. لنډه دا چې د زړه تړاو غمجنوونکې دی. او دا غم هغه وخت پای ته رسېږي چې چې نور هېڅ ځانتیا یا درک کوونکې نه وي، څه هغه د ژوند په قید کې وي یا نه وي. موخه باید لدې غمجنې څرخۍ څخه د څان ویستل وي.

سرچينې

  1. بودا، ژوند او ښوونې
  2. L. S. Cousins (1996), "The dating of the historical Buddha: a review article", د اسیایي شاهانو ټولنې ژورنال (3)6(1): 57–63.
  3. Michael Carrithers, The Buddha, 1983, pages 13, 14. Found in Founders of Faith, Oxford University Press, 1986.
  4. Sue Hamilton, Identity and Experience. LUZAC Oriental, 1996, pages 110-111.

تړلې لیکنې


بودیزم په اړه

د پرتلیزه ادیانو علم

 رسنیزې ټولنې

 په انټرنېټ کې ټولنې

[سمول] ټولنې

 ښوونې

نورې سرچینې




Cite error: tags exist for a group named "note", but no corresponding