موینجو دېړو

on Thursday, June 10, 2010

ويکيپېډيا لخوا


د موینجو دېړو لرغونی ښار
موین جو دېړو (سېندي:موئن جو دڙو او په اردو کې عموما موہنجوداڑو بھی) د سېند سیمې یو لرغونی کولتوري منځی تېر شوی دی. دا سیمه له لاړکانه څخه شل کیلو متره لرې او د سکهر (سکر) څخه ۸۰ کیلو متره سوېل لودیځ اړخ ته پرته ده. موین جو دېړو د سېندي ژبې ویي دی چې د مړو غونډۍ مانا ورکوي. دا سیمه د سېند له یو بل مهم منځي هړپه څخه ۴۰۰ میلو په واټن کې پرته ده. دا ښکار د اټکل له مخې ۲۶۰۰ مخزېږد کې ودان شوې او په ۱۷۰۰ مخزېږد کال د نامالومو لاملونو له لامله وېجاړ شو. مګر ځیني لرغونپوهان پدې ګروهه دي چې د سېند د سیند مخ-بدلون، سېل، بهرني یرغل یا زلزلې مهم لاملونه کېدای شي.
د موین جو دېرو لرغونې ښار د برتانوي لرغونپوه سر جان مارشل لخوا په ۱۹۲۲ زېږد کال وموندل شو، او دده موټر تر نن ورځې پورې د موین جو دېړو موزیم ښکلا ده. مګر یو لړ پوهان پدې ګروهه دي چې دا خبره ناسمه ده چې ددې لرغونی سمیې کندنې او موندنه د سر جان مارشل لخوا ترسره شوې. دوی وايي چې د هندي نیمې وچې له وېش نه مخکې هندي لرغونپوه آر کې بهنډر په ۱۹۱۱زېږد کال دا سیمه موندلې وه. د موین جو دېړو ساتندویه ټولنې رییس حاکم شاه بخاري وایي چې "د لومړی ځل لپاره آر کې بهنډر د بودیزم د سپېڅلي مقام په توګه دې تاریخي سیمې ته پام وکړ، چې له هغې څخه یوه لسیزه وروسته سر جان مارشل دلته راغی او ددې ځای کیندنې یې پیل کړی." [1]
دا ښار په ډېر منظمه توګه ودان شوې وو، کوڅې یې پراخه او نېغې وی، او د باراني اوبو لپاره منظمه د وتو لاره وه. د اټکل له مخې تر ۳۵۰۰۰ پورې وګړي پکې اوسېدل. لرغونپوهانو په وینا دا ښار ۷ ځله وران او بیا ودان شوی، چې ددې وېجاړي وجه د سېند سیند سیلاوونه ګڼل شوي. دا ښار د یونسکو لخوا په نړیوال کولتوري میراث کې شمېرل شوی.

نيوليک

[پټول]


لا زیاتو مالوماتو لپاره

External links